د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 14, 2025 at 06:16 AM
لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې شنبه، د غبرگولي ۲۴مه، ۱۴۰۴ د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د محمد آغې ولسوالۍ په سرخ آب سيمه کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د لوگر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو په پایلوبه کې لوگر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې مېرزاخېلو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د يادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنگ يو سېرلی هم ورکړل شو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې  شنبه، د غبرگو...
❤️ 1

Comments