د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 15, 2025 at 07:13 AM
ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې شنبه، د غبرگولي ۲۴مه، ۱۴۰۴ د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ د بند چک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سیالیو پايلوبه د بند چک او ملکزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ملکزي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بند چک لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د څلورو ویکټو په توپير وگټله. د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شپږ شپې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۵٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ ...

Comments