د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 16, 2025 at 05:25 AM
پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې دوشنبه، د غبرگولي ۲۶مه، ۱۴۰۴ د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مټاخان ولسوالۍ مړيانو کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سورکي کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو پايلوبه کې چامړي او سورکي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه سورکي کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې چامړي لوبډلې ۷۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير وبايلله. د يادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ت...

Comments