د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 16, 2025 at 10:42 AM
کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې دوشنبه، د غبرگولي ۲۶مه، ۱۴۰۴ د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې د الچينو تيموري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سیالیو پايلوبه د الچينو تيموري او صمیمیت لوبډلو ترمنځ شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې الچينو تيموري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې  دوشنبه، د غبرگ...

Comments