د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 17, 2025 at 06:31 AM
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې سه شنبه، د غبرگولي ۲۷مه، ۱۴۰۴ د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې، د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سياليو په پايلوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې سيالې اتفاق لوبډلې ته د ۲ /۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په يادې ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېد...

Comments