
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 17, 2025 at 07:07 AM
پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
سه شنبه، د غبرگولي ۲۷مه، ۱۴۰۴
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د زرمت ولسوالۍ په جبارخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د مریاڼو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه لوبه کې مریاڼو لوبډلې خپلې سیالې کولالگو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د سیمې خلکو لپاره د سالمې تفريح او د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه پيل شوې وې، چې نهه ورځې يې دوام وکړ.
