د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 17, 2025 at 10:17 AM
کندز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې سه شنبه، د غبرگولي ۲۷مه، ۱۴۰۴ د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې. په يادو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار او باميان ولايتونو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې کندز پيروزي لوبډلې خپلې سيالې باميان بهار ازادۍ لوبډلې ته د ۰/۹ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه. دا سيالۍ د شمال ختيځ زون په کچه د اتلې لوبډلې معلومولو په موخه ترسره کېږي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کندز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پ...

Comments