
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 17, 2025 at 10:19 AM
کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د اتلانو فوټبال ليگ پيل شو
سه شنبه، د غبرگولي ۲۷مه، ۱۴۰۴
د کندهار ولايت د بدني د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز احمد شاهي لوبغالي کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سويل لويديځ زون په کچه د اتلانو فوټبال ليگ پيل شو.
په يادو سیالیو کې د کندهار اتفاق خانزاده، هلمند بارک، غزني پيروزي، زابل نويو ځوانانو او ارزگان ځوانانو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې اتفاق خانزاده لوبډلې خپلې سيالې بارک لوبډلې ته د ۳ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.
