د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 18, 2025 at 05:21 AM
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې چهار شنبه، د غبرگولي ۲۸مه، ۱۴۰۴ د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپږم پړاو اختريز جام سيالۍ، چې يوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د پوپل B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سياليو پايلوبه د پوپل B او گربز اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه پوپل B لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې گربز اتلانو لوبډلې ۱۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۳ منډو په توپير وبايلله. د يادو سياليو موخه د مارجې ولسوالۍ ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سي...

Comments