د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 19, 2025 at 04:39 AM
ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې پنجشنبه، د غبرگولي ۲۹مه، ۱۴۰۴ د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو کلي کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ماڼو واليبال ليگ دويم پړاو سيالۍ د ملک بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سياليو په پايلوبه کې ملک بابا لوبډلې خپلې سيالې الخالد لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې اوونۍ دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته...

Comments