د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:44 AM
کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله پنجشنبه، د غبرگولي ۲۹مه، ۱۴۰۴ د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د خراسان باسوس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د يادو سياليو په پايلوبه کې خراسان باسوس لوبډلې خپلې سيالې شهرک باسوس لوبډلې ته د ۴/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي و...

Comments