
آموزش کمپیوتر با همدرد
June 17, 2025 at 02:03 PM
> *ښه ګمان: د زړه سکون او د ښو اړیکو راز*
دا باید زده کړو!
* که چا زموږ زنګ ته ځواب رانکړ.
* که مو چا پیغام ژر ونه لید.
* که یې لیدل شوی پیغام ته ځواب له ځنډ سره راکړ.
* او که مو له تمې سره سم سمدستي اړیکه ورسره ونه نیول شوه...
ژر تر ژره باید منفي فکر ونکړو!
بلکې هڅه وکړو چې دا ډول مثبت او ښه ګومان ولرو:
* ښايي د هغه د موبایل غږ ټیټ وي او زنګ ته یې پام نه وي شوی.
* ښايي پر لمانځه ولاړ وي.
* ښايي ډوډۍ ته ناست وي، یا له کورنۍ سره او یا له ملګرو سره په مجلس کې وي.
* ښايي ناروغ وي، روغتون ته تللی وي، یا له یوه مهم مسؤلیت سره لاس او ګرېوان وي.
* ښايي پیغام یې لوستی وي، خو هماغه شېبه ورته عاجل کار پیدا شوی وي، او نه وي توانېدلی چې سمدستي ځواب درکړي.
* او که مو چا مرسته ونکړه، ښايي خپله له ستونزو یا ازموینو سره مخ وي.
نو ولې ژر قضاوت کوو؟
موږ د خلکو حالتونه لیدلی نشو خو دا کولی شو چې تل ښه ګومان او مثبت فکر وکړو، ځکه حُسن ظن د زړه سکون دی، د دوستۍ ژورتیا ده او د ښو اړیکو راز دی.
مثبت فکر موږ له بې ځایه خپګان، غصې، بدګومانۍ او د اړیکو له خرابېدو ژغوري.
نو راځئ!
هر کله چې ځواب وځنډېده، اړیکه ونه نیول شوه یا مرسته مو تر لاسه نه کړه؛ غوسه نه، بلکې صبر خپل کړو. بدګماني نه، بلکې درک غوره کړو.
په همدې سره به خپل زړه هم آرام کړو، هم به مو اړیکې تلپاتي وي، هم به له پښېمانۍ او له بخښنې غوښتلو او هم به له خفګانه خلاصون ومومو.
> ❀ 𝐌𝐮𝐡𝐬𝐢𝐧 ❀
❤️
👍
🙏
47