د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
June 19, 2025 at 09:12 AM
د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اداري ناسته ترسره شوه. پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه، ۱۴۴۶ هـــ ق د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اداري ناسته د دفتر ریاست د رئیس ښاغلي مولوي سعیدالرحمن مظهري په مشرۍ ترسره شوه. ناسته چې کابو دوه ساعته یې دوام وموند پکې د لوی ریاست رئیسانو او متخصصینو هم شتون درلود. اداري ناسته د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه. ورپسې د اجنډا سره سم ښاغلي مظهري د پیل خبرې وکړې او په لنډ ډول یې د بحث وړ موضوعاتو یادونه وکړه. د ناستې په اوږدو کې امارتي شرکتونو ته د پانګوالو د جلب او جذب په میکانیزم هر اړخیز بحث وشو او په دې اړه د هڅو په منظمولو او چټکتیا موافقه وشوه. همدا راز د امارتي شرکتونو د کاري پلانونو او د فعالیتونو په څرنګوالي ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په اړه یې وړاندیزونه وکړل. په ناسته کې د ادارې اړوند یو شمېر موضوعاتو باندې هم بحث وشو او د حل او کار په تړاو مربوطه برخو ته لارښوونې وشوې.
Image from د امارتي شرکتونو لوی ریاست: د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اداري ناسته ترسره شوه.  پنجشنبه، ۲۲ ذوالح...
👍 ❤️ 3

Comments