
🩺اسلام اوطبابت🔬
June 19, 2025 at 06:20 PM
ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟
د ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟
`د ماشوم جنسيت پلار ټاکي` له همدې امله زیات وخت د يوې کورنۍ ماشومان يوازې نجونې او يا يوازې هلکان وي، که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت ځکه مور ټاکي چې ماشوم د مور په خېټه کې وده کوي، خو رښتيا دا دی چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي.
هغه ځکه چې، د نارينه وو په سپرم کې د (X او Y) کروموزومونه شتون لري، خو د مور په تخمونو کې يوازې د (X او X) کروموزومونه شتون لري، یعني د ښځينه وو کروموزومونه يوازې X کروموزومونه دي.
کله چې د نارينه او ښځينه ترمنځ القاح ترسره شي، که د نارينه د (X) کروموزوم د ښځينه له (X) کروموزوم سره يو ځای شي، د هغوی ماشوم به نجلۍ وي، خو که د نارينه د Y کروموزوم د ښځينه له X کروموزوم سره يو ځای شي ماشوم به هلک وي. نو ښکاره ده چې د ماشوم جنسيت يوازې پلار ټاکي او مور د جنسيت په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه لري..
په افغانۍ ټولنه کې له ډېر وخت څخه را په دې خوا خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت مور ټاکي، ځکه نو هغه نارينه چې د هلک ماشوم څښتن نه کېږي له خپلې مېرمن سره بد چلند کوي او هڅه کوي چې دويم واده وکړي. هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا خلک په دې پوه کړئ چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي او مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې ګرمه نه ده، تر څو له هغوی سره د تاوتريخوالي او ناخواله چلند څخه مخنيوی وکړئ.
اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې او که چيرته يوه ښځه نارینه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.
خو د جنس (ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله (ج) په نارینه وو کې ایښې ده.
: د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږي. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږي د وای Y کروموزوم ولري نو نارینه اولاد به رامنځته شي.
