🩺اسلام اوطبابت🔬
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 19, 2025 at 06:21 PM
                               
                            
                        
                            ⭕️ Measles   /  شري  ! 
① آیا پوهیږئ چې شری څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول  کلنیکی لری ؟ 
② څنګه کولای شو تشخیص یی کړو او څه ډول د شری مخنیوی وګړو او څه ډول دغه ناجوړی تداوی   کړو ؟ 
◀ د شری ناروغی یوه حاده ویروسی ناروغی چی  متصفه ده په تبه ، پورته تنفسی لارو التهاب او koplike spots بل mucolopapular rush  . دغه ناروغی د paramaxo د کورنی څخه ده او ( RNA ) لری . دغه ناروغی زیاتره په پسرلی او ژمی کی وی .  اصلی کوربه یی انسان دی او انفی بلعوم د افرازاتو د لاری انتقال کوی ، زیاتره لاندی برخو لمفاوی برخی  اخته کوی .
☞ Spleen , Payer patch , Appendix , Adeniod lymphnod 
◀ دغه ناجوړی د خولی په مخاطی عشا کی التهاب او نیکروز راوړی او په ساحه کی koplike spots منځ ته راځی .  دغه ناروغئ دری ډولونه لری  ... 
① Atypical measles 
دا هغه ډول شری دی چې ماشوم ته واکسین شوی وی او بیا هم په شری اخته شی او دا کوم خاص اعراض نه لری . په دوی کی  , 
Visecal , Urticaria , Petechia .
② Hemorrhagic ( Black measles )  :
دغه واقیعات کم دی  په دغه ماشومانو کی
Sever fever , Stupor , Coma , Dyspnia , Convalsion . 
③ Modified measles  :
دا په هغه ماشومانو کی وی چې د شری سره د تماس په وخت کی ایمونو ګلوبولین ورته تطبیق شوی وی ، او یا هغه ماشومان چې د مور د پلاسنټا څخه ورته انتی باډی انتقال شوی وی او دا کوم خاص اعراض نه ورکوی . 
⭕ کلنیکی منظره کی دری ستیجونه شامل دی  :
① Prodromal ( catarrhal stage ) : 
دغه مرحله د ۳-۵ ورځو پوری وی او په دی کی 
تبه ، ریزش ، نا آرامتیا ، جفن التهاب ، توخی او koplike spot او Photophobia پکی وی . 
② Exanthema : 
دغه ته Moculopapular rush هم وایی  چې ۳-۵ ورځو پوری دوام کوی . لومړی د غوږ شاته او بیا غاړی او تنه او نورو برخو کی پیدا کیږی . 
③ تفلس مرحله  : دغه مرحله کی رش له منځه ځی او ساحه کی Pigmentation پیدا کیږی . 
⭕  تشخیص یی په لاندی ډول دی : 
◀ کلینک او تاریخچه ، کلچر ، سیرولوجیک معاینات . 
⭕ دغه ناروغئ د مخنیوی لپاره دغه لارو څخه کار اخلو ... ناروغ جدا والی  ،غیر فعال معافیت  Immonuglobolin  . 0,25-0,5/Kg بیا فعال معافیت چې دا د شری د واکسین د تطبیق په صورت کی حاصلیږی چې ۹ ---- ۱۰ میاشتو کی ورکول کیږی .هغه ساحه چې زیاته شری واقیعات ولری په ۶ میاشتنی کی ورته تطبیق کوو .دغه واکسین په لاندی حالاتو کی نه ورکوو .
Pregnancy , Leukemia  , lymhopenia , CA , Steroids , TB drugs , Antimetabolic drugs . 
⭕  دغه ناروغئ درملنه په لاندی ډول ده : 
◀ ماشوم ته استراحت  / آرام ، نرمه عذاء ، مائعات ، کوټی / اطاق هوا ګرمه او مرطوبه وی . رڼا څخه د ماشوم ساتل ، انټی بایوټیک او آخیر کی Aerosolized Ribavirine ورکوو . بل Vit -- A ورکوو دا ۶ میاشتنئ څخه تر یو کلن پوری یو لک یونټ او یو کلنئ څخه پورته دوه لکه یونټه ورکوو .