
مرکز خبرنگاران افغانستان/د افغانستان د خبریالانو مرکز/Afghanistan Journalists Center
June 19, 2025 at 08:25 PM
د تخار ولایت ابتدائیه محکمې د درې نیول شویو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ
۱۴۰۴ د غبرګولي ۲۹
تالقان، تخار – د واکمنې ادارې د تخار ولایت ابتدائیه محکمې د هغو دریو سیمهییزو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ، چې د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور له څه باندې يوې میاشتې راهیسې په بند کې وو.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د تخار ولایت مرکز د تالقان ښار د ابتدائیه ښاري محکمې د غبرګولي په ۲۸مه د چهارشنبې په ورځ د نصرتالله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور د دوسیې په تړاو چې « د افغانستان انټرنشنل تلویزیون ته د راپور ورکونې په تور نیول شوي وو» په یوه علني محکمه کې، چې د یادو خبریالانو، خپلوانو یې او وکیلانو په شتون کې جوړه شوې وه، قاضي د دوی د برائت او بشپړې ازادۍ حکم په داسې حال کې چې دوی په ضمانت ازاد شوي وو، صادر کړ.
https://afjc.media/pashto/our-work/press-release/three-detained-journalists-in-takhar-released-after-over-a-month-in-custody