
𝗧𝗲𝗰𝗵𝗻𝗼𝗹𝗼𝗴𝘆 ټـــکــنـالــوژي
June 20, 2025 at 05:10 AM
که مو د کورنۍ ،دوستانو او یا ملګرو شخصي عکسونه، او ویډیوګانې انټرنېټ ته راووځي، یا مو لوڅ عکسونه چې په پوټوشاپ یا نورو ډیپ فیک ټکنالوژي جوړ شوي وي ستاسو شخصیت ته زیان رسوي او په انټرنېټ کې خپرېږي، او یا د وېډیو کال په وخت کې ستاسو سکرین ریکارډېږي او وروسته د ټکنالوژي په مرسته جعلي ايډېټ په کې کېږي.او یا دیته ورته نور کارونه درسره کېږي، د دې ستونزې د حل لپاره موږ په ټکنالوژۍ کې مختلفې مناسبې حل لارې لرو چې د هغوی له جملې څخه یو د Stopncii په نوم اداره ده چې دفیسبوک کمپنۍ او انګلیستان دولت لخوا په ګډه رامنځ ته شوې، تاسو د یادې ادارې ویب سايټ ته ځئ او هلته خپل ویډیو یا تصویر اپلوډ کوئ او خپله قضیه هلته ورسره لیکئ، له هغه وروسته دوئ ستاسو ویډیو او یا تصویر ته مشخص کوډ ورکوي، له هغه وروسته چې کله په انټرنېټ کې خصوصا په سوشل مېډیا کې لکه فیسبوک، وټساپ یا مسینجر څوک دا ویډیو یا تصویر خپروي یا یې کوم بل کس ته لېږي په اتومات ډول له منځه ځې ، ځکه دا د دوی لپاره د سایبري جرم یوه قضیه ده او دوی یې نور په انټرنېټ کې نه پرېږدي.
If your personal photos or videos — whether of your family, friends, or acquaintances — are leaked online, or if nude photos that have been created using Photoshop or other deepfake technologies are published on the internet and damage your reputation, or if your screen is recorded during a video call and later manipulated using technology to create fake edits, or if similar things happen to you — we have various technological solutions to address this issue.
One such solution is an organization called StopNCII, which was jointly established by Facebook (Meta) and the UK government. You can visit their website, upload the video or image in question, and explain your case. They will assign a unique code to your content. From that point onward, if someone tries to share that video or image on the internet — especially on social media platforms like Facebook, WhatsApp, or Messenger — it will be automatically blocked and removed. This is treated as a case of cybercrime, and the platforms will no longer allow that content to exist online.
❤️
👍
😮
4