
ادب و مزاح
June 16, 2025 at 05:21 PM
یو ملګري مې په آلمان هيواد کې ښځه وکړه،مېسج مې ورته وکړو:
"ولې دې یوه آلمانیه ښځه وکړه او د خپل هيواد پېغله دې ونکړه،د دې زوريدلي ربړيدلي ولس يوه پيغله خو به خوشحاله واي؟" 🤔
ده راته وخندل او ویې ویل: "راځه دا کار د پښتانو په حساب سره وسنجوو!" 😏
1-دلته مهر نشته لږ تر لږه لس لکه افغانیو سپما مې وکړه! 😋
2- واده نشته، لږ تر لږه اته لکه افغانیو سپما مې دلته هم وکړه! 😎
3-خویندو لوڼو ته ټيکري کاليو کولو اړتیا نشته،لږ تر لږه پنځوس زره افغانیو سپما مې دلته وکړه🙂
4-میکاپ نه کوي، ځکه خدایي ښکلي دي،هره میاشت لس زره سپما مې دلته وکړه 😍
5-لږ خوراک کوي،هم يې د بدن جوړښت ښه دی او هم يې په اوونۍ کې درې ځله ډاکټر ته بولو نه خلاص يم لس زره افغانيو سپما مې دلته وکړه! 😋
6-هره جمعه د خسر کور د تګ نه خلاص يم،چې دا کار د عصاب مرض درته پيدا کوي.! 😅
معنوي ګټې یې:
1-نسل به مې ښه تعليم وکړي👪
2-له خواښې سره به جنجال نه لري
3-هر څوک به پر تا حسد کوي او وایي به: کاش زه هم د ده په شان وای! 😎
4-سهار به د په ناز او شونډو درکولو پاڅه وي😬
5-"مور دې داسې راته وویل" او "خور دې داسې راته ویلې"،له دې خبرو به خلاص وي! 🤔
6-له جادو او تعويزو به خلاص وې
7-هر ډول کالي چې ورته واخلې،په هغې به جوړ وي دا ستونزه به نه وي چې دا کالي زموږ فرهنګ سره خلاف دي! 😋
8 که درنه مروره شوه، په یوه ګل خوشاله کېږي 🌹 نه لکه زموږ نجونې چې یا د سرو زرو غاړه غواړي یا موبایل!
9-که اسلام یې ومانه، نو آخرت دې هم وګاټه 😇
نو ياره نتیجه يې دا شوه چې:
د دنیا او آخرت دواړو ګټه ده!
(یوه کافره چې ته یې اسلام ته راوګرځوې، تر هغې مسلمې غوره ده چې ته له دینه وباسي!) 😂
سمدستي مې موبايل بند کړو او مور ته ورغلم ورته ومې ويل:
موري!هغه ټولې پيسې چې مه ته پرې واده کوي نغدې راکړي،زه پرې خارج ته ځم او له تاسي واده نه غواړم،چې دې سره مې غوږو کې چنګو شوه مه ويل خير لکه چې اسرا دې خوا کوم توغندي راخوشي کړي،چې مخ مې راتاو کړو پلار مې بلې څپېړې ته ځان چمتو کولو چې منډه مې کړه،لاره رانه ورکه شوه په کړکي مې ټوپ کړو،بيګا ته شپه مې بيا په بوزو کوټې کې ده😜
که پوسټ د خوښ شو، شریک یې کړئ چې نور هم خوند ترې واخلي!
#طنز #ژوند_ #خندا_او_فکر
😂
5