ادب و مزاح
ادب و مزاح
June 17, 2025 at 04:02 AM
ښځه او خاوند: ښځه: ګرانه زه خپل ویښتان واړه کړم؟؟ خاوند: واړه یې کړه.. ښځه: په دومره سختۍ مې اوږده کړي دي.. خاوند: نو مه یې واړه کوه.. ښځه: خو نن سبا واړه ویښتان رواج ده.. خاوند: نو واړه یې کړه.. ښځه:مګر ستا اوږده ویښتان خوښیږي.. خاوند:مه یې واړه کوه.. ښځه: زما خورلڼې وایې چې زما ګرد مخ سره واړه ویښتان ښه ښکاري... خاوند: نو واړه یې کړه.. ښځه: خو له وړو ویښتانو چوټي نه جوړیږي.. خاوند: مه یې واړه کوه.. ښځه: زړه مې غواړي یو ځل واړه ویښتان تجربه کړم.. خاوند: واړه یې کړه.. ښځه: او که خراب ښکاریدل نو بیا...؟؟ خاوند: نو مه یې واړه کوه.. ښځه: زړه مې وایې چې واړه یې کړم.. خاوند: نو واړه یې کړه.. ښځه: که ښه نه ښکاریدل نو مسول به یې ته یې.. خاوند: نو مه یې واړه کوه... ښځه: هسې د وړو ویښتانو ساتل اسانه وي.. خاوند: نو واړه یې کړه.. ښځه: خو ډاریږم هسې نه چې بد راسره ښکاره شي.. خاوند: نو مه یې واړه کوه.. ښځه: بس پریکړه مې وکړه یو ځل یې واړه کوم... خاوند: نو واړه یې کړه.. ښځه: نو خیر کله به ځو..؟ خاوند: مه یې واړه کوه.. ښځه: زه مې د مور کورته د تلو خبره کوم.. خاوند: نو واړه یې کړه... ښځه: دا څه شې وایې؟؟ روغ خو یې..؟؟ خاوند: مه یې واړه کوه... خاوندبیچاره یې اوس په آخون بابا کې تړلی ټوله ورځ ځان سره لګیا وي واړه یې کړه مه یې واړه کوه😂 #ژبه
😂 4

Comments