
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
June 18, 2025 at 07:47 AM
افغانستان له ترکمنستان سره خپلې ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.
نن سهار ( چهارشنبه د جوزا ۲۸ نېټه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگریزو توکو د لېږد رالېږد په ډېروالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتياوو خبرې وشوې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وویل، په افغانستان کې تر بل هر وخت دا زمينه برابره ده، چې د کابل او عشقاباد ترمنځ همکاري لا زیاته او پراخه شي.
همداراز د ترکمنستان سفیر هم په دې لیدنه کې زیاته کړه، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو، په ځانگړي ډول ټرانسپورټ کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
❤️
👍
👏
6