د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
May 28, 2025 at 10:00 AM
غزني کې ۲۰ کلنه او لغمان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده
چهار شنبه ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۶
د لغمان ولايت قرغه يې ولسوالۍ په کندي حسن خيلو سيمه کې د کورني جنجالونو له کبله را منځ ته شوې يو کلنه شخړه، چې له يوه لوري پکې يوتن وژل شوی او لوی مالي تاوانونه يې درلودل، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو لخوا د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال حل او دواړو خواوو روغه وکړه.
په ورته مهال د غزني ولايت قره باغ او آب بند ولسواليو اوسيدونکو دوه کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شل کلنه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قونونو او قبايلو چارو رئيس مولوي جان محمد حاجي مومن په هڅو د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په همکارۍ پای ومومند او ښکېلو اړخونو د خوشحالۍ غاړې ورکړې.
په يادو شخړو کې د دخيلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو په مننې کولو سره له ولسونو وغوښتل، چې په هېڅ صورت بديو او تربګنيو ته زړونه ښه نه کړي بلکي د سولې او اتفاق ژوند غوره کړي.