تقوا لرونکي انسانان
تقوا لرونکي انسانان
June 20, 2025 at 12:45 AM
*الله اکبر* زاهر بن حرام یي نوم وو، په صحراء کي أوسېدی، دی چې به کله و مدینې منورې ته د کوم ضرورت په خاطر تلی نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره به یي د خپل د مالدارۍ ژوند مطابق د کوچ یا د غوړو ډالۍ هم ور وړل، علیه السلام به بیا دده أو دده د کورنۍ لپاره د خورما په شمول نور خوراکي توکي ورته برابرول، و ده ته به یي ورکول. یو وار داسي پېښه سوه چې زاهر بن حرام رض د علیه السلام و کورته ورغی خو علیه السلام یي پیدا نکړ، بیا د مدینې بازار ته ولاړ، خپل راوړي توکي یي خرڅول، علیه السلام چې کورته ولاړ دده له راتګه خبر سو، بازار ته پسي ولاړ، زاهر بن حرام په خپل سودا مصروف وو، بدن یي خولې خولې وو، د فقر، مسکنت آثار ور باندي ښکاره وه، ګردونو لاندي کړی وو، ظاهري ښکلا یي هم نلرل، دمیم أو سپیره وو، علیه السلام د شا لخوا ورته راغی، أو خپل مبارک لاسونه یي دده په سترګو کښېښودل، لومړی ځل کي دی پوه نشو چې څوک دی، وروسته پوه سو چې رسول الله دی، خپل ځان یي د رسول الله په سیني پوري ټینګ کړ، علیه السلام دده پر سترګو لاسونه نیولي وه، ویل څوک غلام رانیسي؟ زاهر بن حرام وویل: یارسول الله دا غلام دي ډېر أرزانه أو کم قیمته دی، رسول الله ورته وویل: نه، دا د رب العالمین ج په حضور کي ډېر قیمتي او ګران دی. دا وه د علیه السلام ممازحة أو ملاطفه د فقیرو صحابه کرامو سره. صلی الله علیه وسلم، و رضي الله عنهم و رضوا عنه. المصدر: مسند امام أحمد رحمه الله ‎#لیلة_الجمعة#الصلاة_علی_الحبیب#صلی_الله_علیه_وسلم #عبدالرحمن محمود
❤️ 😢 🌹 😭 🤲 16

Comments