
OMID Radio/امید راډیو
June 18, 2025 at 04:14 AM
له ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې د پراخېدو او د امریکا د احتمالي پوځي مداخلې له اندېښنو سره، امریکايي جنګي الوتکې له ختیځ بریتانیا الوتې دي.
راپورونه ښيي، چې لږ تر لږه څو F-35 جنګي الوتکې د برتانیا د شاهي هوايي ځواک د لیکنهېث (RAF Lakenheath) له اډې څخه پورته شوې، چې یوې تېلورکوونکې الوتکې یې هم ملتیا کوله.
که څه هم د دغې الوتنې د موخې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو دا حرکت د پوځي چمتووالي یوه احتمالي نښه بلل کېږي.
انستاگرام لېنک:
https://www.instagram.com/omidradio_official/

👍
1