
OMID Radio/امید راډیو
June 18, 2025 at 04:55 AM
د ایران دولتي رسنۍ «صدا او سیما» له خلکو غوښتي، چې د وټساپ اپلیکېشن له خپلو موبایلونو پاک کړي، ځکه دا اپلیکېشن ګواکي د کاروونکو معلومات راټولوي او اسرائیلو تهیې سپاري.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې وټساپ دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د عمومي پټو تورو د سیسټم (end-to-end encryption) له لارې د پیغامونو محرمیت خوندي ساتي او هېڅیو دولت ته معلومات نه ورکوي.
یاد اپلیکېشن د کلونو راپدې خوا په ایران کې ډېر کارېدونکي لري؛ خو حکومت په تېر کې بند کړی و، چې وروسته دا بندیزونه لیرې شول.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/

❤️
👍
😮
3