OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 18, 2025 at 10:45 AM
د کاپيسا ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پایته رسول شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا دښمني په «قروتک» سیمه کې ۱۵ کلونه مخکې د یوې ښځې پر وژل‌کېدو رامنځته شوې وه چې تازه د سیمه‌ییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته رسول شوې ده. د سرچینې په وینا چې ۱۵ کلونه مخکې دا ښځه د خپل خاوند لخوا وژل شوې وه او بیا یې د خسرخېلو کورنۍ د دښمنۍ د رامنځته‌کېدو له امله بغلان ولایت ته بې‌ځایه شوې وه. مسوولینو ویلي چې دا دښمني پرته له کوم دیت څخه د مقابل لوري د بښنې پر اساس پایته رسول شوې ده. یوټیوب لېنک: www.youtube.com/@OMIDRadio
Image from OMID Radio/امید راډیو: د کاپيسا ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ...
👍 1

Comments