OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 18, 2025 at 11:16 AM
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د ا.ا د رئیس‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا غونډه نن (چهارشنبې د غبرګولي ۲۸مه) په مرمرینه ماڼۍ وشوه. په خبرپاڼه کې راغلي: "۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوې پروژې منظورې او دوې پروژې لغوه شوې. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي". یوټیوب امید راډیو لېنک: ‏ www.youtube.com/@OMIDRadio
Image from OMID Radio/امید راډیو: د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د ا.ا د رئیس‌الوزراء اقتصادي م...
❤️ 👍 2

Comments