
OMID Radio/امید راډیو
June 19, 2025 at 06:11 AM
شمالي کوريا د اسرائيل له لوري پر ايران ترسره شوي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او دا يې "د بشريت پر ضد نه بښونکی تيری" بللی دی.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خپره شوې بيانيه کې ويلي، چې اسرائيل د امريکا په ملاتړ يو "سرطاني موجود" دی، چې د منځني ختيځ سوله او ثبات ګواښي.
په بيانيه کې پر امريکا او اروپايي هېوادونو غږ شوی، چې د اسرائيلو او ايران ترمنځ په روانه شخړه کې له لا ډېرې مداخلې ډډه وکړي.
یوټیوب لېنک: www.youtube.com/@OMIDRadio

👍
1