OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 19, 2025 at 08:42 AM
د امریکا د محتده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا پرېکړه مې لا نه ده کړې چې له اسرائيلو سره د ایران پر ضد برید کې برخه واخلم که نه. نوموړي د يو شمېر خبريالانو پوښتنو ته چې ايا امريکا به د ايران پر وړاندې له اسرائيلو سره ودرېږي، په ځواب کې ويلي: "کېدای شي دا کار وکړم، کېدای شي و يې هم نه‌کړم؛ هیڅوک نه پوهېږي چې زه به څه وکړم." ټرمپ له خبريالانو سره دغه راز په خبرو کې زياته کړې، ايراني چاروکو غوښتل چې خبرو لپاره واشنګټن ته راشي؛ خو اوس وخت تېر شوی دی. بل‌خوا راپورونه وایي، چې امريکا او ايران ترمنځ هغه خبرې اترې چې ټاکل شوې وه تېره اوونۍ په عمان کې ترسره شوې وای، د ایران او اسرائيلو د شخړې له امله لغوه شوې دي. یوټیوب امید راډیو لېنک: ‏ www.youtube.com/@OMIDRadio
Image from OMID Radio/امید راډیو: د امریکا د محتده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا پرېکړه مې لا نه ...

Comments