
OMID Radio/امید راډیو
June 20, 2025 at 03:46 AM
د ايران له لوري د توغول شوي يو بالستيک توغندي د لوېدو له امله د اسرائيلو سويل ته څېرمه لږ تر لږه ۱۸ تنه ژوبل شوي دي.
الجزيرې د خپلو سرچينو له قوله ويلي، دغه پېښه نن رامنځته شوې چې ژوبل شوي کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د ځينو کسانو روغتيايي وضعيت نازک بلل شوی دی.
تر اوسه د اسرائيلي چارواکو له لوري په رسمي ډول د پېښې پخلی نه دی شوی؛ خو رسنۍ وايي چې د پېښې ځای ته امنيتي او بيړني ټيمونه رسېدلي دي.
د يادونې ده، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ تاوتريخوالی په بېساري توګه ډېر شوی دی.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/

❤️
1