
OMID Radio/امید راډیو
June 20, 2025 at 05:37 AM
د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چين ـ سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې ګډون او وينا کړې ده.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حنفي د چين ـ سويلي اسيا نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره مهم فرصت بللی او زياته کړې يې ده، چې چين د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د «يو کمربند او يوه لار» په څېر د نوښتونو له لارې د سيمې هېوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.
د رياستالوزراء اداري مرستيال ټينګار کړی، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټيکنالوژي او سوداګرۍ په برخو د همکاريو پراختيا ته لېواله دی.
ښاغلي حنفي زياته کړې، چې اسلامي امارت د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له هېوادونو هم د ورته عمل تمه لري.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/

👍
2