
OMID Radio/امید راډیو
June 20, 2025 at 06:15 AM
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې دغه هېواد دا مهال د اسلامي امارت له لوري د خپل سفير د لېږلو په تمه دی.
نوموړې د «سپوټنيک» خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي، چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په تړاو به د روسيې د مشرتابه له لوري په يو مناسب وخت کې پرېکړه وشي.
زاخارووا دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې د اسلامي امارت او روسيې ترمنځ اړيکې د تماس او تفاهم پر بنسټ روانې دي او د سفير استول به د دې اړيکو يو بل مهم ګام وي.
انستاگرام لېنک: https://www.instagram.com/omidradio_official/

❤️
🫀
4