OMID Radio/امید راډیو
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 20, 2025 at 06:30 AM
                               
                            
                        
                            د حماس جهادي غورځنګ د القسام څانګې ادعا کړې، چې د اسرائيلو درې مرکاوا ټانکونه يې د قوي ماینونو په وسیله د غزې په شمال ختيځ، جباليا سيمه کې له منځه وړي دي.
د قدس بريګادونو ويلي، چې دوی د اسرائيلو يوه پرمختللې بېپیلوټه الوتکه (ماتریس ۶۰۰) د غزې ښار په التفاح سیمه کې راغورځولې ده.
دوی دا چاره د خپلې دفاعي مبارزې برخه ګڼلې او وايي، چې د اشغالګرو د استخباراتي او هوايي برتري مخنیوی کوي.
له بل لوري، د ايران ګڼ شمېر کاروونکو په ټولنيزو شبکو کې له مقاماتو سره په يوه ګډ وړانديز کې غوښتي، چې د قدس او د فلسطين اشغال شويو سيمو د آزادۍ لپاره عمليات پيل شي.
یوټیوب لېنک: www.youtube.com/@OMIDRadio
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        2