OMID Radio/امید راډیو
OMID Radio/امید راډیو
June 20, 2025 at 06:49 AM
د اسرائيلو د روانو جګړو او ناامنيو له امله ګڼ شمېر اسرائيلي وګړي له دغه سيمې وتلي او د مصر له طابا پولې، په بيړيو کې د قبرس په لور او نورو لارو د تښتېدو هڅه کوي. سرچينې څرګندوي، چې دغو کسانو ته د اسرائيلي دولت له خوا د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې؛ خو له دې سره سره ګڼ شمېر خلک له دې ځايه د وتلو لارې لټوي. ویل‌کېږي، چې دا خلک د مصر له لارې لوېدیځو هېوادونو ته د تګ نیت لري. د معلوماتو له مخې، د اسرائيلو ډېری اوسېدونکي بهرني تابعيتونه لري او د غرب له هېوادونو څخه راغلي دي؛ خو اوس د جګړې د شدت له امله هڅه کوي بېرته لوېديځو هېوادونو ته ستانه شي. ویب سایټ لېنک: https://omidradio.com
Image from OMID Radio/امید راډیو: د اسرائيلو د روانو جګړو او ناامنيو له امله ګڼ شمېر اسرائيلي وګړي له دغ...
😂 1

Comments