
هیوادپال ځوانان ....
June 17, 2025 at 05:48 AM
د افغانستان بانک:
په خصوصي بانکونو کې یې د هېوادوالو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده.
د ياد بانک لوی رییس نور احمد اغا وايي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري د اونۍ ۳۵۰ زره او د میاشتې یو میلیون، له ډالري حساب څخه هره اونۍ ۵ زره او د میاشتې تر ۱۵ زره امریکایي ډالرو او له شرکتي حسابونو څخه د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده.