
♥️زړه او👫سکون👩❤️👨
June 17, 2025 at 04:59 PM
#ناول_د_پښتون_غیرت
#د_ګرګ_آشتي_دریم_پړاو
#لیکوال_خواجه_زي
#_1برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🖤
بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم
نیلوفر- دا رقم زندګی نه کیږی هوسۍ باور وکه!
پوهیدم چې نیلوفر کوم غلط مطلب خپل د خبرو څخه نه لرې خو بیا هم خبری راباندی بدې ولګېدی او خفه شوم او په همغه خفه لهجه مې وویل: اول دا چې زه کوم پیغله جنۍ نه یم چې خپل د پلار په کور ناسته یم او باید رژیم ونیسم، خپل ځان ډنګره کړم او هر دقه خپل پر مخ اوه رقم سینګار وکړم تر څو کوم کس ما خوښه کړی او زموږ کور ته زما د غوښتني لپاره مرکه را واستوی! زه د دوه ماشومان مور یم او درې کاله مې د واده څخه تیر شوی! زه باید د یو واده شوی ښځې پشان رفتار وکړم نه د یو ځوانۍ انجلۍ پشان! او دویم دا چې جهان خان د هغه سړیانو څخه نه دی چې د داسی خبرو پسی وګرځې..
نیلوفر څو شېبې په ځېر،ځېر راوکتل پوهه شول چې خفه شوم ځکه ځان یې لږ زما خواته رانږدی کړو او ویې ویل: ګوره هوسۍ زما په خبرو مه قهر کیږه، خو باور وکه ستا پخیر باندی وایم، لږ ورزش وکړه زه نه وایم چې ځان د تازه پیغلو انجونو پشان کړه خو ته د دوه ماشومانو تولد سره دی د بدن فرم او مقب

❤️
👍
😂
😢
😮
45