♥️زړه او👫سکون👩‍❤️‍👨
♥️زړه او👫سکون👩‍❤️‍👨
June 17, 2025 at 05:00 PM
جهان پرون دوه کیلو د غواي تازه غوښه راوړی وه او نن د تلو مخکې څو ځله فرمایش کړې وو چې سم پر غوښه قورمه وکړه او وریجو کې دانه مانه کشمش او خلال"ګازره" واچوه چې قابلي پلو پشان خواږه راشې! غوښه مې چې دیګ بخار ته اچول یو ځل بیا مې د نیلوفر خبری ذهن ته راغلل او خپل چاغ بدن خوا ته ځېر شوم، او د ځان سره مې وویل چې دا ټول د جهان له لاسه داسې شوی یم! هغه تل غوښه راوړي او تل لګیا دی ورېژی پخې کړه، غوښه پخه کړه، خو کله چې ډوډۍ تیاره شې نو د دې لځایه چې خپله یې وخوری خپل برخه ټول پر ما خوری، دا زما ټول اضافه وزن د هغه له لاسه دی، کنه ما کله دومره اشتها او دومره خوراک درلود؟ هغه وخت چې لا واده شوی نه وم او د پلار کور کې مې وم ادی او بابا به ځانونه راته مړه کول چې زه یوه ګوله اضافه خوراک وکړم خو ما به زر رقم بهانې هغوي ته راوړل او ویل به مې چې زړه مې نغواړی، او اشتها نلرم او فلان دی او بستان دی! خو اوس؟ امهممممم بح بح تر کومه چې زما یاد دی اغلې هوسۍ وزن د واده مخکې ۴۲ که ۴۳ کیلو وو خو اوس ۷۴/۷۵ کیلو😱 د جهان خان ډوډۍ لکه چې بیحد زیات مالګه درلود دومره وزن ماشالله ماشالله😁😂 هسې ملامت نه دی جهان خان مالدار سړی دی پوهیږي څنګ وزن ورکړی یو شی ته😁😂 #نوټ ملګرو د دې ناول د ویلو څخه مخکې د ګرګ اشتی ناول لومړي پړاو ووایست بیا شهرې جنۍ په کلي کې د ګرګ اشتي دویم پړاو، د هغه وروسته دا ناول ووایست تر څو د کیسي په سر او بر پوه شې.
👍 ❤️ 43

Comments