د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 15, 2025 at 06:07 AM
جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د ۵،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د UNOPS مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د پنځمې ناحیې په درېیم ګذر کې په ۲۸۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۵،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفریحې پارک د جوړولو چارې جریان لري. د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو سرپرست رئیس انجینر عبدالشکور سمسور، د ناحیې امر قاري نصیب الله ثاقب، د ناحیې انجینر ولي محمد، د اوبو رسونې انجینر شیرخان او ورسره مل پلاوي د پروژې له کارونو له نږدې لیدنه وکړه او د شرکت مسؤولینو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د تخنیکي او سکټوري چارو سرپرست رئیس وویل: د جلال اباد ښاروالۍ تخنیکي ټیمونه په دوامداره توګه له ټولو پروژوي خدمتونو څارنه مراقبت ترسره کوي. هڅه کوو ټولې برخې د انجینرۍ د نورمونو مطابق ترسره کړو. په یاده پروژه کې د سیمې ۳۵ تنه کاریګر کار کوي. دغه پروژه به په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې اوسېدونکو د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د یادې پروژې په ترسره کولو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه. د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو او لومړنيو خدمتونو وړاندې کول دي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې په تدرېجي ډول د داخلي عوایدو او همکارو مؤسسو په مرسته د ښار ټول عمومي او فرعي سړکونه په اساسي ډول ورغوي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د ۵،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفری...

Comments