د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 15, 2025 at 08:22 AM
جلال اباد ښاروال قاري بسم الله بلال د ناحیو د عوایدو مدیرانو سره د قانوني او اصولي عوایدو د راټولولو په موخه ناسته ترسره کړه د جلال اباد ښاروال قاري بلال او د عوایدو امر اکبر علي بریال د نهه ګونو ناحیو د عوایدو مدیرانو، د صنفي جوازونو مدیر او د عوایدو د برخې مسؤولینو سره د ورځنیو کارونو چټکوالي، بهبود او د اصولي او قانوني عوایدو راټولولو په موخه ناسته ترسره کړه. د جلال اباد ښاروال قاري بلال د ناحیو د عوایدو مدیرانو او اړوندو مسؤولینو ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او اړوندو برخو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې. ښاغلي ښاروال وویل: د ښاروالۍ د ټولو اصولي او قانوني عوایدو په راټولولو کې جدي هڅې وکړئ. څومره مو چې د عوایدو راټولولو برخه غښتلې وي همدومره به مو ښاري خدمتونه او پروژوي خدمتونه په ښه ډول پرمخ ځي. د عوایدو او محاسبې امر وویل: ټول د عوایدو د برخې مسؤولین مکلف دي چې خپل ورکړل شوی هدف په خپل وخت پوره کړي او د ډاډ په موخه لوړ مقام ته خپل راپور وړاندې کړي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري د چارو د پرمختګ، بهبود او غوره والي په برخه کې ژمنه ده او هڅه کوي په ټولو برخو کې غوره پرمختګونه رامنځته ته کړي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : جلال اباد ښاروال قاري بسم الله بلال د ناحیو د عوایدو مدیرانو سره د قان...
❤️ 1

Comments