
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 15, 2025 at 11:36 AM
خوست ښاروالي د بودجې له منظورۍ سره سم به نږدې ۲۰ پروژې پلي شي
خوست ښاروالۍ د روان ۱۴۰۴ کال د رغنیز پلان په ترڅ کې په پلاني ساحو کې نږدې ۲۰ پروژې شاملې کړې دي، چې ګڼ شمېر کوچنۍ عمراني پروژې هم پکې راځي.
په دغو پروژو کې د سړکونو اساسي جوړول، لښتي، د سړکونو ترڅنګ پلچکونه او د ښار ښکلا اړوند برنامې شاملې دي.
د یادونې ده، چې خوست ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالی کال بودجه د منظورۍ په موخه مرکز ته استول شوې ده، چې نږدې وخت کې به له منظورۍ وروسته به پلان شوې پروژې پیل شي او هڅه کیږي، چې یادې پروژې به د روان کال تر پایه په پلاني ساحو کې بشپړې شي.
