
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 15, 2025 at 12:19 PM
د ښاري حکومتولۍ مسؤولینو د ورځنیو چارو د پرمختګ په موخه د همغږۍ مجلس ترسره کړ
د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د رئیس مولوي سیف الرحمن شینواري په مشرۍ د یاد ریاست د مجالسو او شوراګانو امر حشمت الله خان او کارکوونکو سره د ورځنیو چارو د بهبود، پرمختګ او راتلونکي پلانونو په اړه د همغږۍ مجلس ترسره کړ.
د ښاري حکومتولۍ رئیس وویل: دنده کې صداقت او اخلاص ته باید لومړیتوب ورکړو. د مراجعینو کارونو ته باید په وخت رسېدنه وکړو. د ښاري فرهنګ د دودولو په موخه باید د عامه پوهاوي غونډې لا پراخې کړو.
د مجالسو او شوراګانو امر حشمت الله خان نهمه ناحیه کې د یو شمېر ګذرونو د معیاري کولو په تړاو بحث وکړ او ډاډ یې ورکړ چې نږدې ورځو کې به د یادې ناحیې پاتې ګذرونه هم معیاري شي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې د درنو ښاریانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
