
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 16, 2025 at 09:24 AM
جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د ۷،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک او ویالو جوړولو د کانکریټ چارې جریان لري
د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د UNOPS مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د اوومې ناحیې په لومړي ګذر کې د ۶۷۵ مترو په اوږدوالي، د ۵ مترو په پلنوالي د سړک او ویالو جوړولو د کانکریټ چارې جریان لري.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رئیس انجینر وحیدالله مخلص، د ناحیې امر قاري محمد اسمعیل سعادت، د تخنیکي او سکټوري چارو انجینر عبدالشکور سمسور د اوومې ناحیې د ګذر وکیلانو مشر غیرت خان رستم خیل او ورسره مل پلاوي د پروژې له کارونو له نږدې لیدنه وکړه او د شرکت مسؤولینو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په یاده پروژه کې د سیمې ۱۲۰ تنه کاریګر کار کوي. ۷،۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي. یاده پروژه به په نږدې راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمې اوسېدونکو د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د یادې پروژې په ترسره کولو خوښي وښوده او په راتلونکې کې یې د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو او لومړنيو خدمتونو وړاندې کول او د داخلي بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو کډوالو لپاره د کار کولو زمینه برابرول دي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې په تدرېجي ډول د داخلي عوایدو او همکارو مؤسسو په مرسته د ښار ټول عمومي او فرعي سړکونه په اساسي ډول ورغوي.
