د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست 
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 16, 2025 at 09:50 AM
                               
                            
                        
                            فراه ښار کې د ښاري نظم ساتلو په موخه د ښار له مختلفو برخو څخه څارنه ترسره شوه
فراه ښاروالۍ اړوند د ښاري انضباط مديريت له لوري، د ښار له بېلابېلو برخو څخه د ښاري نظم ساتلو په موخه له پیاده روونو څخه څارنه ترسره شوه. چې د څارنې پر مهال هغه خنډونه او موانع د مسؤولینو له خوا بېرته لرې شوې، چې د پياده روونو د بندښت سبب ګرځيدلي و او د تګ او راتګ لپاره پياده روونه خلاص شول.
درنو ښاریانو!
په ښار کې د ښاري نظم ساتل او ښاري نظم رامنځته کول زموږ او ستاسو ګډ مسؤولیت دی. راځئ چې دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکار پاتې شو.