د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 16, 2025 at 11:02 AM
کندهار ښار د ښاري نظم ټینګښت په موخه پر احمدشاهي جادې نظارت ترسره شو د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم امریت له لوري، د احمدشاهي جادې د سرسبزۍ او ښکلا د ساتنې په موخه پر همدې عمومي جاده د هغو سماوارچیانو او پشه خانو خرڅوونکو نظارت ترسره شو، چې خپل تجارتي فعالیتونه یې د جادې په منځ یا پیاده‌روو کې ترسره کول. د نظارت په بهیر کې مسؤولینو د جادې له منځ او پیاده‌روو څخه ټول هغه موانع او خنډونه راټول او ضبط کړل، چې د عامو ښاریانو د تګ او راتګ پر وړاندې یې ستونزې رامنځته کړې وې.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : کندهار ښار د ښاري نظم ټینګښت په موخه پر احمدشاهي جادې نظارت ترسره شو  ...

Comments