
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 07:48 AM
جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري فرهنګ دودولو په موخه د نهمې ناحیې له علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو سره ناسته وشوه
د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د ښاري فرهنګ دودولو، د ښار پاکوالي او د ښاروالۍ د اصولي او قانوني عوایدو راټولولو په برخه کې د نهمې ناحیې له علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو سره ناسته ترسره شوه.
د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي سیف الرحمن شینواري د ښاري فرهنګ په اړه د اسلام د مبارک دین له مخې تفصیلي وینا وکړه. ښار یې د ټولو ګډ کور یاد کړ او ټول یې د ښاري نظم په برخه کې مکلف وبلل. نوموړي له ښاروالۍ سره د ولسونو دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او د اصولي او قانوني عوایدو د ورکړې په برخه کې یې ټولو ته سپارښتنې وکړې.
د نهمې ناحیې امر ګل منیر ارمان د ښاري نظم او د اسلام له نظره چاپیریال د پاکوالي په اړه خبرې وکړې او د غونډې په ګډونوالو یې تاکید وکړ چې د ښاروالۍ د اصولي او قانوني عوایدو د ورکړې په برخو کې دې بشپړه همکاري وکړي.
د نهمې ناحیې څو تنو ګذر وکیلانو او علماوو خبرې وکړې او ټولو هوډ وکړ چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري فرهنګ، ښاري نظم او عوایدو راټولولو په برخه کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره بشپړه همکاري کوي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې ښاریانو ته د ښاري فرهنګ په اړه له بیلابیلو لارو څخه معلومات او پیغامونه ورسوي.
