د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 07:50 AM
غزني ښار قلعه شهاده په بازار کې د استنادي دیوال چارې روانې دي د غزني ښاروالۍ ریاست او ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي او تخنیکي همکارۍ سره د شپږمې ناحیې اړوند یو مهم استنادي دیوال د جوړېدو په حال کې دی چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. د یادې پروژې له مخې یو پیاوړی استنادي دیوال چې ۴۸۰ متره اوږدوالی ۳.۵ متره لوړوالی او ۱.۵ متر پلنوالی لري د سیمه‌ییزو اوسېدونکو د خوندیتوب د ځمکو د ښویېدو د مخنیوي او د سیلابي اوبو د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره جوړېږي. دا پروژه د ۵۰ تنو فني او مسلکي کاریګرو په مټ پرمخ وړل کېږي او ټاکل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي. د غزني ښاروالۍ مسؤولین وايي چې یاده پروژه به نه یوازې د سیمې خلکو ته فزیکي مصونیت ورکړي بلکې د ښاري پراختیا، چاپېریالي مدیریت او د زیربنایي چارو د پراخېدو لپاره به هم بنسټیز ارزښت ولري. د پروژې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي د کار ټول مراحل د تخنیکي ټیم له لوري ارزول کېږي او د کار پرمختګ به منظم ډول وڅارل شي. د ښاروالۍ چارواکي له ښاریانو غوښتنه کوي چې د پروژې د پلي کېدو پر مهال همکاري وکړي او د کاریګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : غزني ښار قلعه شهاده په بازار کې د استنادي دیوال چارې روانې دي  د غزني ...

Comments