د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 09:42 AM
کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتيا کندهار ښاروالي غواړي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودجې او تدارکاتي پلان په اساس د ټرانسپورټ مدیریت لپاره د یوه عراده سکواټر خریداري ترسره کړي. علاقمندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتې له ۲۷ نېټې څخه بیا د سرطان میاشتې تر ۱۶ نېټې پورې د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو امریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. د یادې خریدارۍ شرطپاڼه او ضمایم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ د رسمي ویب پاڼې څخه په سافټ شکل ترلاسه کولای شي. د دې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتې پر ۱۷ نېټه چې د سې شنبې ورځ ده، د سهار پر ۱۰ بجو د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د تدارکاتو او قراردادونو په امریت کې ترسره شي. یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چې خپل افرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبي د مجلس په ورځ د ټاکل شوي وخت سره سم ټاکل شوي پلاوي ته وسپاري او هغه افرونه چې ناوخته وسپارل شي د منلو وړ نه دي. د نورو معلوماتو لپاره پر لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ. ۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتيا  کندهار ښاروالي غواړي چې د ۱۴۰۴ مالي ک...

Comments