
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 11:12 AM
خوست ښار مرکزي ښوونځیو کې د ښاروالۍ کمېټو غړو ته روزنیز ورکشاپ ترسره او اړین لوازم ورکړل شول
په پیل کې د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې برنامې پر اهدافو خبرې وکړې. د نوموړي په وینا، یاده برنامه د ښاروالۍ، د پوهنې ریاست او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د لاسلیک شوي درې اړخیز هوکړهلیک له مخې پرمخ وړل کېږي. دا مهال په ۱۲ ښوونځیو او ۸ مدرسو کې د ښاروالۍ کمېټې فعالې شوې دي، چې هدف یې د ښاري کلتور ترویج، د نوي نسل د ښې روزنې او ټولنې ته د ښاري پیغامونو رسول دي.
ښاغلي راشد د ښوونځیو له مسؤولینو، ښوونکو او زدهکوونکو سره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه او له دوی یې مننه وکړه، چې له ښاروالۍ ادارې سره یې د ښاري کلتور په ترویج کې همکاري کړې او د چاپېریال په پاک ساتلو، تنظیم او رغونه کې خپل مسؤولیتونه ترسره کوي. همداراز، نوموړي د رسنیو له خوا د عامه پوهاوي په برخه کې له شویو خدمتونو مننه وکړه او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
په ناسته کې د لارښوود استادانو په استازیتوب استاد حضرتالله ستومان د ښوونځیو لپاره د ښاروالۍ کمېټو پر ایجاد، اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او یادې کمېټې یې د ښاري کلتور په ترویج کې مهمې وبللې.
ورپسې، د ښاري حکومتولۍ امریت لهخوا د ښاروالۍ او ښاري حکومتولۍ اړوند مسایلو اړوند ترتیب شوی پرېزېنټېشن وړاندې شو. همدا راز، د کلتوري چارو مدیر صالح جان همدرد لهخوا هم په ښوونځیو کې د ښاروالۍ کمېټو د لارښود پرېزېنټېشنونه وړاندې شول، ترڅو زدهکوونکي د ښاري مسایلو سره اشنا شي، د رهبرۍ له تګلارو برخمن شي او له خپل چاپېریال سره د غوره چلند الګو وګرځي.
