د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 11:15 AM
مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د کثافاتو د پاکولو او انتقال چارې ترسره شوې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د دوامدارو هڅو په لړ کې، نن د دویمې ناحیې زیارکښو کارکوونکو د ښاري پاکوالي په هدف خپل پراخ فعالیتونه ترسره کړل. په یادو فعالیتونو کې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې ترڅنګ د سړک غاړې غټې کثافت دانۍ، د قومندانۍ درې لارې، دارالمعلمین درې لارې، د مدقیق روغتون شاوخوا کوڅې او د سبزي مارکېټ مخامخ غټې کثافت دانۍ په بشپړ ډول پاکې شوې. د پاکولو پر مهال ټول جامد کثافات د ځانګړو تنظیفي وسایطو له لارې له ښار څخه لرې ځای ته انتقال او هلته د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول. د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت مسؤولین وایي: یاد فعالیتونه به یې دوامداره وي او د ښار هره ناحیه به د یو معیاري پاکوالي تر چتر لاندې راوستل کېږي. مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو هڅې ستايي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې له یادو کارکوونکو سره د ښار په پاک او منظم ساتلو کې همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن کړي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د کثافاتو د پاکولو او انت...

Comments