د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 17, 2025 at 11:20 AM
غزني ښار شپږمې ناحیې په دویم ګذر کې د کانال رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي د غزني ښاروالۍ د پلان له مخې او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مالي او تخنیکي همکارۍ دا مهال د شپږمې ناحیې په دویم ګذر سیمه کې د یو مهم کانال د رغولو کارونه پر مخ روان دي. یاده پروژه د ناحیې د مدیریت په همغږۍ سره پلي کېږي او د انجینري معیارونو سره سم یې چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي. د پروژې مسؤول انجینر شفیع‌الله وایي چې د رغېدونکي کانال اوږدوالی ۳۷۰ متره او پلنوالی یې ۱.۲۵ متره او لوړوالی یې ۲ متره دی. د هغه په وینا دا کانال به له بشپړېدو وروسته د اوبو د سم مدیریت او چاپېریال د پاکوالي لپاره مهم رول ولوبوي. په پروژه کې ټولټال ۸۱ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرانو ته د لنډمهالې کاري زمینې فرصت برابر شوی. چې دا خپله د خلکو لپاره د عاید یوه مؤقته منبع هم ده. له دې سره هم مهاله د نواباد په پشتون مېنه کې هم د کوڅو د کانکریټ کولو چارې دوام لري چې د ښاري خدمتونو د پراخوالي په لړ کې یوه بله مهمه پروژه ګڼل کېږي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : غزني ښار شپږمې ناحیې په دویم ګذر کې د کانال رغولو چارې په چټکۍ سره روا...

Comments