
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 06:59 AM
خوست ښار په مرکزي ښوونځیو کې د ښاروالۍ کمیټو فعالیتونه دوام لري
د خوست ښاروالۍ اړوند ښاري حکومتولۍ امریت له لوري په مرکزي ښوونځیو او نږدې لسو مدرسو کې د ښاروالۍ کمیټې فعالې شوې دي، چې اوس مهال یې په خپلو ساحو کې د سرسبزۍ، تنظیف، عامه پوهاوي او رغونې په برخو کې خپل فعالیتونه روان ساتلي او د دوی په هڅو د خپلو زدهکړیزو ځایونو چاپېریال د بدلون په حال کې دی.
د اجرااتو په دوام د جامعه دارالعلوم عربیه مدرسې، غرغښت او د پوهاند عبدالحي حبیبي عالی او مرکزي لیسو کې د ښاروالۍ کميټو فعالیتونه ښکاري، د تنظیف، سرسبزۍ او عامه پوهاوي برخه کې شوي دي.
د یادونې ده، چې اوس مهال د ښار په اووه ګونو ناحیو ۱۲ ښوونځیو او ۸ دیني مدارسو کې د ښاروالۍ کمیټې فعالې شوي چې شمیر یې ۲۰ ورسید او دوی ته د ښاروالۍ له لوري اړین لوازم ویشل شوي دي.
